ایا د تمدنونو شخړه او جګړه ضروری ده؟؟

بسم الله الرحمن الرحیم

دا مضمون علامه یوسف قرضاوی په خپل کتاب ( اسلام و العولمة) کی لیکلی او مونږ دهغی نه راخستی دی.

مونږ غواړو له « صمویل هانتینګتون» څخه یوه  مهمه پوښتنه وکړو چی ایا د تمدنونو ترمنځ شخړه او جګړه یو ضروری شی ده او که نه یو احتمالی کار دی؟

دی ته ورته د اسلامی فقهاوو  ترمنځ هم شتون لری چی نامسلمانو سره په اړیکو کی اصل جنګ جګړه ده او که سوله ده، په دی ځای کی یوشمیر کسان شته چی اصل جنګ بولی، او یوشمیر کسان د دی  نظری  سره مخالفت کوی او وای چی اصل سوله ده نه جنګ، جنګ دمسلمانانو د غوښتنو په خلاف پیښیږی لکه الله تعالی فرمایی: ( کتب علیکم القتال وهو کره لکم ) سوره بقره ژباړه: فرض کړی شوی دی پرتاسی باندی جنګ کول (له کفارو سره) حال داچی دغه (جنګ) بدښکاری تاسی ته.

د قران ایاتونه په روښان توګه سره سولی ته په جنګ باندی ترجیح ورکوی لکه قران کی راځی :( فان اعتزلوکم فلم یقاتلوکم و القوا الیکم السلم فما جعل الله لکم علیهم سبیلا ) سوره نساء ژباړه: که څنګ وکړی دوی له تاسی نه پس ونه کړی جنګ، دوی دروړاندی کړه روغه تاسی ته (امان غواړی تاسی نه) نو نه دی ګرځولی الله تعالی تاسی ته پردوی هیڅ لاره (دنیولو او وژلو او مال اخستلو).

قران عظیم الشان د حدیبی سوله او له جګړی لاس پورته کول (فتحا مبینا) سوره فتح ژباړه: ښکاره بری او وی. او سوره فتح د همدی سولی په اړوند نازل شو.

قران د ډلو د جنګ پرته له شخړو پای ته رسول داسی بیانوی: ( ورد الله الذين كفروا بغيظهم لم ينالوا خيرا وكفي الله المؤمنين القتال وكان الله قويا عزيزا) سوره احزاب ژباړه:  او بیرته وشړل الله( له مدینی نه ) هغه کسان چی کافران شوی وو( په ماتی بی له جنګه ) سره له قهره خپله ( ډک زړونه) چی ویی نه موند هیڅ خیر او کفایت  وکړ  الله  مؤمنانو ته جنګ کولو ( په امداد دپرښتو) او دی الله قوی ښه زورور (  په انفاذ د احکامو) ډیر زبردست او دایی د نعمت په مقابل کی د شکر ویستلو.

او روسول صلی الله علیه وسلم وایی: (دعوا الحبشة ما ودعوکم، واترکوا الترک ماترکوکم) حدیث راوه ابوداود ژباړه: حبشیان او ترکان ترهغه پریږدی چی تاسی یی پریښودلی یاست.

جنګ هغه وخت مشروع وی چی اسباب یی پیداشی خو د مخالفینو یو له بل سره جګړه ضروری او حتمی نه ده.

همدا راز وایو: هماغه تمدونونو شخړه هغه ضرورت نه دی چی د تمدنونو طبعیت او حقیقت یی غوښتونکی دی، بلکی کیداشی مختلف تمدنونه یو له بل سره خبری وکړی، دیو او بل په څنګ کی ژوند تیر کړی، په داسی حال کی چی یوله بل سره هیڅ جنجال ونه لری، بلکی کولای شی دلیدلو  کتلو خبرو اترو او د نظر تبادلی په اساس یو له یو بل څخه ګټه واخلی او راکړه ورکړه سره وکړی، او د جنګ به ځای یو له بل څخه پوره نفعه ترلاسه کړی.

جنګ هغه مهال اړین کیږی چی یو تمدن خپلی غوښتنی د زور په منطق په بل تمدن تپي، په داسی حال کی چی نور دا غوښتنی نه منی، دلته جنګ منځ ته راځی ستونزی ډیریږی ځکه د زور او جنګ نه کار اخستل کیږی چی تاریخ ناوړه عواقب لا پخوا ثابت کړی دی.

له همدی امله یو شمیر لویو پوهانو لکه فرانسوی مسلمان پوهان روژه ګاردی  د تمدونونو د خبرو اترو بلنه پیل کړه او د دی لپاره یی په قرطبه کی یو سیمنار هم جوړ کړی، مونږ ګورو چی ملګرو ملتونو ۲۰۰۱ کال د تمدونونو د خبرو اترو کال نومولی او هغه سر منشی کوفی عنان وټاکه  ترڅو د کار تدارکات وڅیړی.

د دی لپاره چی د تمدنونو اختلاف لزوما د تل لپاره د شخړو او جګړو په مانا نه دی، بلکی غوره ده چی د اختلاف د تنوع او رنګارنګ کیدولو اختلاف وی او د خیر او برکت چینه ده، او په جګړو کی ډیر زیانونه ایښودل شوی او هغه وخت د دفاع په ځای کی قرار ونیسی بیا نو خلاصون تری بله لاره نه پاتیږی.

مونږ  مسلمانانو له دینی لحاظه په دی باور یو چی د انسانانو اختلاف د الهی مشییت یو جز دی او د الهی حکمتونو پوری تړلی امر دی، او هغه حکیم ذات څه شی نه پیداکوی مګر په هغی کی هرومرو یو حکمت وی دا توپیر نه لری چی دا اختلاف په ژبه او رنګ کی وی لکه الله تعالی فرمایی : (ومن ایاته خلق السموات والارض واختلاف السنتکم والوانکم ان فی ذالک لایات للعالمین)سوره الروم ژباړه: او(ځینی) له نښو (دقدرت)  د هغه الله تعالی پیداکول د اسمانونو او دځمکو او اختلاف دی د ژبو ستاسی او (بل اختلاف دی ) د رنګونو ستاسی بیشکه په دغه (اختلاف کی) خامخا ډیر نښي (دقدرت) دی دپاره د عالمیانو پوهانو.

مونږ مسلمانان داسی خبری اتری په پرانیستی غږ منو بلکی په دی اړوند راته امر شوی او مونږ مامور یو چی دا کړنه تر سره کړو الله تعالی فرمایی : (ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتی هی احسن )سوره نحل ژباړه: بلنه کوه (ای محمده خلقو ته ) لیاری درب خپل ته (چی توحید او اسلام دی ) په حکمت سره او په پند  نیک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له  دوی سره په هغی (طریقی سره) چی هغه ډیره ښه وی.

مونږ ته امر له دی قران دی لاری شوی چی خلک د الله لاری ته راوبلی په حکمت او نیکه موعظی سره او دا بلنه مو د خپلو هم فکرو او همدا راز دنورو مخالفینو په رابطه هم مکلف یو چی څومر کیدای شی په غوره لاره د هغو سره خبری اتری وکړو او هغوی ښایسته مباحثی ته راوبولو.

دا خبری اتری موخه یی الفت نیږدوالی او تفاهم دی له مونږنه بلنی دعوت او نړیوال رسالت حق نه سلبوی چی د حکمت او نیکی موعظی له لاریی تر سره کوو ځکه مونږ په دی اړوند مکلف یو لکه چی الله تعالی یی خپل پیغمبر ته فرمایی: (قل یاهل الکتاب تعالوا الی کلیمة سواء بیننا وبینکم الا نعبد  الا الله ولا نشرک به شيئا ولايتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله فان تولو فقلوا اشهدوا بانا مسلمون) سوره ال عمران ژباړه: ووایه (ای محمد) چی یا اهل کتابو راځی تاسی په یوی کلیمی چی برابره ده په منځ زمونږ او ستاسی کی( او هغه داده) چی عبادت به نه کوو مګر د یو الله تعالی او شریک به نه نیسی ځینی زمونږ ځینی نور خدایان غیر الله ( لکه چی تاسی کتابیان احبار او رهبان نیسی) نو که وګرځیدل دوی ( له توحیده او اسلامی احکاماتو ته یی شاواړوله) پس وایی تاسی(ای مؤمنانو کتابیانو ته چی ) شاهدان شی تاسی په دی چی مونږ په تحقیق  سره مونږ مسلمانان یو.