د حدیبیی سوله

دمکی نه لری واټن کی  یو کوهی( څاه ) دی چی حدیبیه نومیږی. د حدیبیی سوله ته  ځکه دا نوم ورکړ‎‎‎‎‎‎ شوی دی ځکه د سولی لوظنامه په همدی ځای کی لاسلیک شوی ده . چه دا د شپږم هجری کال د ذی قعدی په میاشت وه .

دغه سوله په اسلامی تاریخ کی ډیر اهم رول لری او‌ډیره اهمه واقعه ده، مسلمانانو په دی کی ډیری مهمی لاسته راوړنی لری، اګرچی په ظاهرکی داسوله مسلمانانو ته یوه ناکامی په سترګو کیده خو الله تعالی ورته فتحه و ویله (انا فتحنالک فتحا مبینا) سورة فتح ۱  ترجمه: مونږ تاته ښکاره بری درکړ،    دلته په دی ایات کی فتحی نه مراد د حدیبیی سوله ده.

 

دحدیبیی سوله څرنګه رامنځته شوه؟

د اسلام په فرایضو کی حج یو لوی رکن دی محمد صلی الله علیه وسلم اراده وکړه مکی ته ولاړ شی ،ددی لپاره چه د حج مراسم پر ځای کړی .

نبی اکرم صلی الله علیه وسلم احرام وتاړه  او د ملګروسره د مکی په لور روان شو  چه  د قربانی اوښان یی هم د ځان سره روان کړه، صحابه و  ته یی امر وکړ چه هیڅوک د هم وسله  د ځان سره نه راخلی صرف توره چی هغه هم بايد په پښو کی (کاټی) بنده وی. توره په  عربو کی د سفر ضروری سامان ګڼلی کیده.

ددی کبله چی مهاجرین عموما او انصار اکثرا به ددی سعادت په انتظار کی وو  نو ۱۴۰۰ کسان پدی سفر کی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکی په لور روان شول  .

دغه د مسلمانانو ډله چی کله  ذوالحلیفه ته راورسیده نو د قربانی اول رسم یی اداکړ چی هغه د قربانی اوښانو ته یی پټی په غاړه کړی. دی نه روسته د اسلام ستر لارښود د احتیاط لپاره یو کس  قریشو ته ورولیږه چی د هغو ارادی معلومی کړی (  د خزاعه قبیلی یو سړی چی د اسلام د راوړلو حال یی قریشو ته نه وو معلوم ) کله چی د مسلمانانو قافله عسفان ته نیزدی شوه هغه کس راغی اومسلمانانوته یی  خبر ورکړ چه قریشو ټولی قبیلی راټولی کړی وایی چی محمد هیڅکله مکی ته نه پریږدو،                           تردی چی قریشو په ډیر زور او شور سره د مقابلی تیاری پیل کړ او نورو ګاندو قبیلو ته یی هم د مرستی پیغامونه ولیږل؛ اخریی یو غټ لښکر تیارکړ او د مکی نه بهر راغلل او خالد بن ولید چی لا ترهغه وخته یی اسلام نه وو قبول کړی له ۲۰۰ کسانو سره چه د ابوجهل ځوی عکرمه هم پکی شامل ؤ د لښکرنه مخکی غمیم ته ورسیده.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته امر وکړ چی اوښان د غمیم په لور روان کړی  ځکه  د خالد ځوی ولید قریشو روغی ته رالیږلی، کله چی مسلمانان غمیم ته نیږدی شول نو خالد د اسونو ګرد ولیده چه مسلمانان راروان دی، خالد ډیر په تیزی سره قریشو ته خبر ورکړ چی مسلمانان غمیم ته راورسیده، مسلمانان روان ؤ  تردی چی حدیبیه ته ورسیده اوهلته  پاتی شول.

غزامه په نوم یوه قبیله وه چی ترهغه وخته یی اسلام نه ؤ راوړی بیاهم کله به چه قریشو یا عمو کفارو  د اسلام پر ضد څه مشوره وکړه نو نبی علیه السلام به یی خبرؤ ددی قبیلی مشر بدیل  د ورقا ځوی ؤ (د مکی د فتحی په وخت کی  اسلام قبول کړ) هغه د یو څو کسانو سره محمد صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یی ؤ ویل چی د قریشو ډیر غټ لښکر راروان دی او مکی تګ ته دی نه پریږدی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ځواب کی ؤ ویل چه لاړشه  او قریشو ته خبر ورکړه چی مسلمانان جنګ ته نه بلکی عمری ته راغلی ځکه  جنګ د قریشو حال ډیر خراب کړی دی ، بله داچی هغویی د ماسره د سولی لاسلیک وکړی ،   او که چیرته په دی هم رضا نشی نو په هغه الله می د قسم وی چی د چا په لاس کی زما سر دی ، زه تر هغی پوری  به وجنګیږم ترڅومی چی سر له تن نه جلا شی.

بدیل چی غزامه قبیلی سردار ؤ لاړو قریشو ته یی ؤ ویل چی ما د محمد مصطفی پیغام راوړی دی  ما ته  اجازت راکوی  چه تاسو ته یی بیان کړم ، څو شرارتیانو ورته اجازت ورنکړ  خو روسته  بیا ځینو پوهو خلکو ورته اجازت ورکړ او بدیل د نبی اکرم صلی الله علیه وسلم شرایط وړاندی کړل ، روسته بیا عروه مسعود ثقفی پاسیدو وی ویل قریشو! ایا زه ستاسی پلار او تاسی زما بچی نه یی هغو وویی بیشکه  ولی نه ، بیا هغه وویل ایا زما په نسبت خوستاسی څه بدګمانی نشته ټولی وویل نه، عروه وویل ښه نو ماته اجازت راکړی چی پخپله لاړشم او داخبره فیصله کړم ځکه محمد معقول شرطونه وړاندی کړی دی.

لنډه داچی عروه راغی نبی علیه السلام ته او د قریشو پیغام یی ورته واورلو، عروه چی کله د رسول الله د ملګرو حیرتناک عقیدت منظر ولیده هغه دده په زړه عجیبه اثر اوکړ چه کله لاړ نو قریشو ته و ویل چی ما د قیصر، کسر او نجاشی دربارونه لیدلی خو دومره لیونی مینه می هیڅ ځای نه ده لیدلی ځکه محمد چی خبری کوی نو ټول خلک غلی وی هیڅوک ورته نیغ نه ګوری چی هغه اودس کوی نو د اودس اوبی زمکی ته نه پریږیدی لاسونو کی یی رااخلی او پر مخونو او لاسونو یی مښی .

له دی کبله چی د خبرو اترو لړی نیمګړی  پاتی شوه نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم  خراش بن امیه قریشو ته ور ولیږه خو قریشو د هغه  اوښ چی خاص د رسول الله د سورلی اوښ وه وواژه او خراش یی هم وژلو خو ګاندیو قبیلو ځینی خلاص کړ .

و روسته قریشو یو ټولګی خلک ولیږیل چی پر مسلمانانویرغل وکړی خو مسلمانانو هغه ژوندی ونیول او روسته یی  معاف کړل.

اخر نبی علیه السلام عمر رضی الله عنه غوره کړ خو هغه عذر وړاندی کړ چه قریش زما سخت دښمنان دی، بیا یی د هغه پر ځای مکی ته یی عثمان رضی الله عنه ولیږه هغه د خپل یو عزیز (ابان بن سعید ) په مرسته مکی ته ولاړ او د پیغمبر پیغام یی قریشو ته ورساوه ، خو قریشو هغه ژوندی ونیو او بند ی یی کړ ،په بهر کی داسی اوازه خپره شوه چه ګواکی عثمان رضی الله عنه یی شهید کړی دی ، کله چه نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دا خبر راورسید نو وویل چه د عثمان قصاص اخستل فرض دی بیا وروسته معلومه شوه چه دا خبره  ریښتیا نه وه.

اخر دا چه قریش دسولی  خبروته تیار شول اوتر ډیره وخته پوری یی د سولی په شرطونو خبری اتری وشوی، اخر په یو څو شرطونو اتفاق راغی نبی کریم صلی الله علیه وسلم علی رضی الله عنه راؤباله او حکم یی ورته  وکړه چه یوه  لوظنامه ولیکی .

 

د سولی شرطونه :

۱= مسلمانان باید د حج د مراسمو پرته سږکال  بیرته مدینی ته ولاړشی .

۲= راروان کال ته راتلای  خو صرف دری ورځی به تیره وی او بیا به ځی .

۳= چه کله راځی نو وسله به له ځان سره نه  راوړی صرف توره هغه هم په پوښ (کاټی) کی بنده وی .

۴= مکه کی چه کوم مسلمانان د مخکی نه اوسیږی هغوی ته مدینی ته د تګ  اجازت نشته خو که  هغه مسلمانان چه غواړی په خپله خوښه مکه کی پاتی شی نو هغوی پاتی کیدای شی او مسلمانان یی نشی منع کولی

۵= کوم مسلمان چی مکی نه مدینی ته راځی هغه بیرته نشی تلی او کوم چی مدینی نه ولاړشی هغه به واپس کیږی .

۶= د عربو قبیلو ته به اختیاروی  چی په دواړو خواو کی چا سره غواړی شریک شی په لوظنامه کی.

 

د سولی د قرارداد  نه وروسته :

تر دری ورځو حضور صلی الله علیه وسلم په حدیبیه کی پاتی شو ، او بیا روان شو مدینی خواته  په لار کی دا ایات نازل شو ( انا فتحنا لک فتحا مبینا) ژباړه: بیشکه مونږ تاته ښکاره فتحه درکړه.

دا داسی وخت و چه ټولو مسلمانانو د سولی ته خوش بینه نه وه  بلکی ټولو ورته د ناکامی په سترګه کتل، خو الله تعالی ورته فتحه وویله .

کله چی حضرت عمر نبی علیه السلام  راوبله او دا ایات یی ورته واوروه  هغه تعجب کی شو  او  پوښتنیه یی وکړه چه ایا دا فتحه ده نبی علیه السلام و ویل او ، ( صحیح مسلم کی   راغلی چی معنی یی دا ده: د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه تسلی وشوه او زړه یی په کرار  شو).

 

د فتحی اثرات له سولی نه روسته:

۱= مسلمانانو او کفارو په مابین کی تګ راتګ پیداشو د سولی د وجهه نه چی دا مخکی نه وه .

۲= تجارت روان شواو د یوه او بل تر منځ داجناسوو خرڅلاو او اخیستوکاروبار پیل شو.

۳= مؤرخین لیکی چه د سولی نه وروسته  ډیرو زیاتو  خلکو ایمان راوړ چه مخکی چا نه وه  راوړی چه  په کی د شام فاتح حضرت خالد او د مصر فاتح حضرت عمرو بن عاص اسلام هم ددغی زمانی یادګار دی .