سوله او امن، د انساني نړۍ ستره اړتيا

صالح محمد صالح

په افغانستان کې تېرو تجربو ښوولې چې د پوځي هڅو په پرتله مذاکرو او خبرو اترو سوله او امن راوستلى دى، ايا پر اوس مهال له دې سوله ييزې لارې امن راتلاى شي؟

 

افغان ولسمشر حامد کرزى وايي په هېواد کې د سولې او امن د ټينګښت په موخه، د ده اداره هر ډول مذاکرې او خبرو اترو ته تيارى لري

 

”موږ د افغانستان د سولې او امن لپاره، د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او کرارۍ لپاره هرې مذاکرې ته اماده يو، هر اقدام ته اماده يو. زموږ هدف د افغانستان د خلکو مرام، افغانستان ته د امن او سوکالۍ راوستل دي“

 

افغان دولت په دې وروستيو کې څو څو ځلې له خپلو سيالو پوځي ډلو سره د خبرو اترو لېوالتيا ښودلې ده، خو دا يوازې افغان ولسمشر نه دى چې له دولت ضد ډلو سره خبرې اترې غواړي، د هلمند يو اوسېدونکى ډېر خلک اوس له جګړې ستړي دي، نوموړى وايي په کار ده ټولې خواوې خبرې اترې ارزښتمنې وګڼي:

 

”ټوله دې سره کښېني که طالب دى، که ملا دى، که عام خلک دي، بايد ټول سره يو لاس سي، امن راتلاى سي او که داسې وي لکه اوس چې په داپوستو کې ټول ټوپکيان ناست دي، چرسي، هيروئيني، مړي والا ناست دي، څوک شکايت کولاى سي چې زه له حکومت سره داسې يوه ستونزه لرم. په عامه توګه زه دا خبره تا ته نه سم کولاى“

 

خو په کندهار کې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار وايي افغان حکومت په داسې حال کې خپلو وسلوالو مخالفينو ته د وسلې ايښودلو خبره کوي چې دامخالفين د ده په باور د يوه مطرح ځواک په توګه عملاً په مخالفت کې ولاړ دي، نوموړى وايي په حکومت کې دننه داسې عناصر شته چې له دولت ضد ډلو سره خبرې اترې نه غواړي

 

”خبرې اترې چې دې تر ټولو مهمه خبره ده، د افغان دولت مخالفين چې دې د يوه ډېر مطرح ځواک په توګه راوړاندې سوي دي. کله چې موږ د پخلاينې او سولې طرحې ته وګورو، هلته داسې اصول دي چې مخالفين بايد خپله وسله پر مځکه کښېږدي او له دولت سره يوځاى سي، زه فکر کوم دا ډېر نامعقوله خبره ده. دولت په هغه صورت کې له خپل مخالف څخه دا غوښتنه کولاى سي چې دى کمزورى وي. د دې تر څنګ بايد د هغو کړيو مخنيوى وسي چې هغه نه غواړي افغان دولت له خپلو مخالفينو سره خبرو ته کښېني “

 

د  افغانستان په کچه هلمند هغه ولايت دى چې پوځي او سياسي شخړو يې نه يوازې ګاونډي ولايتونه، بلکې افغانستان اغېزمن کړى دى، د همدې ولايت يو قومي مشر عليشاه مظلوميار وايي ټول هلمنديان د خبرو اترو هرکلى کوي، نوموړى وايي له پوځي اړخه د ټولو دولت ضد کسانو له منځه وړل ناشوني دي:

 

”د هلمند، پښتني سيمې او ټول افغانستان د مشکلاتو حل غواړي، په دوو مواردو کې کېدلاى سي، يو د جرګو- مرکو له لارې، چې د پروني تحريک چې تر هغې ورځې يې پر دې خاوره پنځه کلنه واکمني درلوده، د ټولو وژل ممکن نه ده، دوى د جګړې د اور په دوران کې پيدا شوي، نه دوى روسان راوستلي وو، نه يې د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهلي وو، دوى ته بايد وويل سي چې ټولې نړۍ ته شکست نه سي ورکولاى، د دوى دغه اعمال چې د جهاد په نامه معلم وژني، مکتب سوځي، انجنير وژني، ډاکټر وژني دا هم خلک نه تسليموي. د مشکلات ريښې په بهر کې دي“

 

ځينې نور قومي مشران وايي د تاريخ په اوږدو کې هم تل ځينې جنجالونه د جرګو مرکو له لارې حل شوي دي

 

افغانان د لويو او وړو جرګو په نامه ځينې دوديزې غونډې لري، چې تل يې ځينې سترې لانجې او پوځي کړکېچ له همدې لارې حل کړې دي.چې ډېره تاريخي لرغونتيا هم لري.

 

افغان ولسمشر څو څو ځلې ويلي دې چې له افغان وسلوالو طالبانو سره خبرو ته تيارى لري او د دوى دروازې يې په وړاندې پرانيستي دي، د هلمند والي هم ورته وړانديز کوي او وايي هر ډول جرګې مرکې ته حاضر دي.

د ناوې ولسوالۍ يو بل قومي مشر وايي په کار ده د جګړې ښکېلې غاړې سره کښېني او لانجې د خبرو اترو له لارې حل کړي، نوموړى بل وړانديز هم لري او وايي ده په کار ده بهرني ځواکونه له هېواد څخه د وتلو لپاره يو مهالوېش وټاکي.

 

قاري يوسف چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي وايي تر هغو پورې د مذاکرې مېز ته نه کښېني چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي، خو افغان ولسمشر حامد کرزى، په افغانستان کې د دغو ځواکونو حضور يوه اړتيا ګڼي او وايي افغان ځواکونه لا دومره غښتلي نه دي.

 

په هلمند کې د ديني عالمانو د شورا مشر مولوي احمد وايي د اسلام له نظره هم مذاکره ډېر ارزښت لري چې د اسلامي غزاوو پر مهال يې ځينې برياوې درلودې.

 

افغان ولسمشر وايي دوى پخوا هم دوى وسلوالو طالبانو او د ګلبدين حکمتيار پوځي ډلې ته د خبرو اترو وړانديز کړى او اوس يې هم کوي

 

هاخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما وياند ادرين ادوارد وايي دغه سازمان کولاى شي د قومي مشرانو او حکومت ترمنځ منځګړتوب وکړي چې افغان چارواکي وکړاى شي له خپلو وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو مېز ته کښېني

 

يو له هغو شيانو چې تام کونيسک په نيويارک کې د خپلو څرګندونو پر مهال خبريالانو ته ويلي دا دي چې د ملګرو ملتونو سياسي دفترونه په بېلابېلو سيموکې له قومي مشرانو سره اړيکو لري، چې له دغو اړيکو څخه په استفادې سره کولاى شي په دې برخه کې مرسته وکړي

 

د سولې نړيوالې ورځ چې د سپټمبر٢١مه نېټه ده، په دې تړاو مو د دغې ځانګړې لړۍ ٢١م پروګرامونه ولوستل، چې له همدې سره د دې لړۍ د وروستۍ برخه درخپروو او تاسو ته له سولې او مينې ډک ژوند غواړم.

پاى