رښتينی سياسي غورځنګ

په هېواد کې د نويو سياسي او ټولنيزو  شرايطو  په منځته راتګ سره د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره  هم نوی قانون  جوړ شو . د دغې قانون له مخې  هرهغه  سياسي ځواک  په رسمي  توګه راجستر  کيدلای شي چې د افغانستان  عدليې وزارت  ته د اړوندو اسنادو سره  يوځای د لږ ترلږه  لسو زرو( ۱۰۰۰۰) همفکرانو لست  وړاندې کړي . هغه سياسي ګوندونه چې څو کاله مخکې د  اوو سوو( ۷۰۰ ) کسانو په غړيتوب سره  راجستر شوي وو ، د نوي قانون  په بنسټ  مکلف دي چې د تذکرو له مخې  د لسو زرو غړو نومونه د عدليې وزارت ته وسپاري ، که نه   د خپل  فعاليت حق به  په  رسمي  توګه  له لاسه ورکړي .

د خوښۍ ځای دی چې اوس په افغانستان کې هر څوک کولی شي چې تر ټاکلي بريده خپل نظر او سياسي عقيده ظاهره کړي . يو شمېر  افغان روڼ اندو د يادې شوي  مسئلې په اړه  له ځان څخه يو لړغبرګونونه  ښکاره کړل  چې د هغوی  له ډلې څخه  د پوهنمل حاجي محمد نوزادي  رغنده  ليکنې زما پام  هم ځانته ورواړاوه . د ځان سره مې وپتييله چې د نوموړي  ليکنې په ملاتړ  کې يو څه وليکم ، خو متأسفانه په هغه وخت کې مې يو لړ ستونزو د دې کار مخه  ونيوله  .

لکه څنګه چې ټولو ته جوته  ده ،څو کاله مخکې د جاري پاليسۍ له مخې  اړتيا وه چې ډېره کوچنۍ ډله هم  په افغانستان کې  د سياسي فعاليت حق ترلاسه کړي ،  خو د رنګارنګ هڅونو په پای کې   د سياسی ګوندونو شمېر  تر سلو هم  واوښت . سياسي ګوندونو ځانته د تجارتي مؤسسو بڼه غوره کړه او د هغوی  سياسي شعارونو  په بشپړه توګه  خپل  اغېز له لاسه ورکړ  .  هغه سياسي ګوندونه چې سره ورته موخې او سياسي مرامونه  يې درلودل  په يوه غښتلي غورځنګ کې سره يوځای کيدای شول .  خو د پراخ اغېزمن سياسي غورځنګ  د ايجاد لپاره  د بې پلوه  روڼ اندو  بې الايشه سلاوې  د دغو ګوندونو د مشرانو  له خوا همېشه  په ناسمه توګه  تعبيريدلې .د دغو کوچنيو ګوندونو   رښتيني ليکې په دوه لاري کې پاتې شوي  وې . هغوی هېڅ هم نه شوای کولای ، ځکه  ټول واک د هغوی د مشرانو په لاسونو کې و اومشران يې  يوازې  په کوچنۍ ډله کې دعام او تام واک په لرلو سره  خوښ وو. منځته راغلي وضعه  ډېره  زوروونکي  وه !
پوهنمل نوزادي  په خپله ليکنه  کې د سياسي ګوندونو له ليکو غواړي  چې « پر خپلو سرزورو  مشرانو باندې  زور واچوئ او په دې يې  پوه کړئ  چې د ورک کيدو او يا سره يوځای کيدو تر منځ انتخاب وکړي ،  دريمه لاره نه شته »  .
اوس  که چېرې په رښتيا سره د ګوندونو مشران  د ورک کيدو له وېرې  پرته له دې چې په يوه  پراخ غورځنګ کې داړينو عينی  شرايطو تر برابرولو د مخه  او د کارنده تشکيلاتي اصولو له مراعات او  پلي کولو   پرته په ډېره بيړه  سره يوځای شي ، نوموړو ګوندونو ته به يې  کومې ګټې اوتاوانونه  ورسيږي  ؟ راځئ چې  دغه  مسئله په نسبي توګه   ژور ه  او پراخه  وڅيړو :
ددې کارسرسري  (سطحي اوڅرګنده ) ګټه  داده چې دغه کوچني ګوندونه به له سملاسي ورک کيدو څخه  وژغورل  شي، خو په سياست کې يواځې په نوم شته والی  او بې اغېزه ژوند د يوه  توت ارزښت هم نه لري . خلک له سياستوالو څخه د ملي ګټو د خوندي کولو په اډانه کې د سترو کارونو د ترسره کولو لپاره  خورا زياتې هيلې لري .

لا تر اوسه مو ښه  په ياد دي ، هغه وخت  چې لويديزوالو د طالبانو رژيم  تر جبري نسکورولو وروسته په  افغانستان کې  په بيړه سره د دموکراسۍ جوړولو بهير پيل او له افغانانو څخه يې د سياسي سمبالتياوو د منځته راوستو غوښتنه وکړه ، د پخوانيو ګوندونو يوشمېر ډلو او زيات شمېر  روڼ اندو ته   د هېواد په راتلونکي سياسي ، اقتصادي  او ټولنيز ژوند کې د بيا برخې اخيستو هيله پيدا شوه  . په هېواد کې د ننه او دهغه څخه  دباندې  د روڼ اندو ترمنخ  د غونډو په جوړولو سره  سلاوې او مشورې پيل شوې . په هغه غونډه کې چې په دې مناسبت د هالنډ هېواد  د امېرسفورت  په ښار ( ۲۰۰۴ م . کال)  کې جوړه شوي وه ، ګډونوالو  ته مې  په  خپله ليکنه کې   څرګنده کړه چې :   دموکراسي په دستور  او فرمان سره منځته  نه راځي . د هغې لپاره بايد په ټولنه کې په طبيعي توګه د  رنګارنګ  او پراخو  هڅو له لارې  د ودې او پخيدو زمينه مساعده شي . څرګنده ده چې يواځې د احساساتو په ښوولو او د خورا نېکو هيلو په څرګندولوسره  هم دموکراسي منځته نه راځي .  د شخصي،سياسي او ګروپي اغراضو د ترسره کولو لپاره  چل ول  او ټګي بره ګی  هم  د دموکراسۍ سره اړيکي نه لري . زمونږ په نظر ټاکلي اندازه سياسي پوهه ، صداقت او جدي اصوليت هغه مهم  ټکي دي چې د روښانفکرانو په سمبالتيا او په عمومي توګه  د واقعي دموکراتيک چلند  په سرته رسولو کې اغېزمن  رول  لوبولی شي .
ما  هغه وخت په ډاګه  ورته  وويل  چې  :  د مختلفو نظرياتو، عقايدو او تګلارو دخاوندانو  ترمنځ   دګډ پلاتفورم  او جبهې جوړولو لپاره  خپل منځي  پوهاوي ( تفاهم )  ته اړتيا ده  ، خو هغه څوک چې په ګډه سره يوه موخه تعقيبوي او د عين  ډول نظرياتی اصولو پلويان  وي ، هغوی بايد د ګډې سياسي تګلارې  له مخې په اصولي توګه سره يوځای شي . د داسې کسانو لپاره  د پوهې او صداقت په څنګ کې  ترهرڅه  دمخه  سم تشکيلاتي اصول  ډېر اهميت لري . د روڼ اندو د دا ډول تشکيلاتو  په اړه مې په مشخصه توګه  يادونه  ورته وکړه  چې : د دې لپاره چې  په  راتلونکي  سمبالتيا  کې د ډېرو بدبختيو مخه ونیولای شو ، ښه به وي چې په خپلو منځونو کې د سلاوو او مشورو له ليارې  د هرې ډلې او نظرياتي ګروپ څخه يو يو استازی او د بې پلوه  منفردو کسانو څخه په نسبي توګه زيات شمېر استازي  د سمبالتيا مشرتابه  ته وړاندې او د بشپړ تاييد لپاره په غونډه کې د ګډون کوونکو رايې ورباندې واخلو . پردې  برسېره  د سمبالتیا کميټې  اجرائيه هيئت  دې يواځې  او يواځې له بې پلوه کسانو څخه جوړ شي . په دغه  صورت کې به  د راتلونکي سمبالتيا  (انسجام ) په فعاليت کې له يوې خوا د ډلو او ګروپونو په ګډون د ټولو روښانفکرانو نظر موجود وي  او له بلې خوا به  د روڼ اندو   راتلونکي کړه وړه تر ډېره بريده  د بېځایه  زور ازماينو ، بې مفهومه جنجالونو او ستومانوونکو لانجو او مشاجرو څخه وژغورل شي .

پوره  يو کال  وروسته، د جرمني هېواد  دکولن  په  ښارکې د افغان روڼ اندو د دوه ورځنی سيمينار په  ترځ کې مې د روڼ اندو   د سمې سمبالتیا لپاره  لا صريح   او رغنده وړانديز ورته  وکړ . هغه داسې چې  : له هر  ډول توپير  پرته دې ټول خواره واره  روڼ اندي ، ملي او مستقل شخصيتونه ، ټول کيڼ لاسي او ملي ګوندونه او ډلې  د ملي ګټو پر بنسټ  د ګډې ملي تګلارې له مخې په پراخ ملي غورځنګ کې يو ځای سره سمبال شي ، خو دغه سياسي بهير هغه وخت په بريالۍ توګه پراختيا موندلی شي چې :
الف  – د سمبالتیا په مشرتابه کې  له هرې ډلې څخه  يو يو استازی  او د ناپېيلو کسانو څخه د ټولو ډلو د استازو  د شمېر په اندازه استازي، ګډون وکړي ؛
ب  -  د غورځنګ د مشرتابه اجرائيه هيئت  بايد په سياسي، اقتصادي ، کلتوري  او ټولنيزو چارو کې د ناپېيلو روڼ اندو او ملي شخصيتونو له  منځ   نه د خورا مجربو،صادقو او د کاروړ کسانو څخه جوړ شي، ترڅو په بشپړه توګه د ملي ګټو اصل په عمل کې پلی کړای شي . کله چې د غورځنګ ګډه تګلاره تصويب شي ، غړي ګوندونه او ډلې دې په نوموړي غورځنګ کې خپل ځانونه  په رسمي توګه منحل کړي  او د تصويب شوي کړنلارې له مخې دې د هېواد  د هراړخيزې ابادۍ او سمسورتيا  لپاره په رښتيا سره ملا وتړي  .
ج  -  د سمبالتيا د مشرتابه پر غړو دې له هر ډول وېرې او ډار څخه پرته، د دوی د اصوليت او فعاليت پر بنسټ په پرله پسې توګه نوي  کتنه ترسره کيږي  ، ترڅو بشپړه مساعده مشري د ټاکلي مودې په اوږدو کې تثبيت او د سمبالتيا فعاليت  خپل ځانته  د ثبات  بشپړه  دموکراتيکه  بڼه غوره کړي .
د دې وړانديز په څنګ کې مې  دا يادونه هم  ورته  وکړه چې  ښايي ځينې کسان  د روڼ اندو د سمبالتيا لپاره  دې  ډول چلند ته د انتقاد ګوته ونيسي او ووايي چې په بشپړه توګه  دموکراتيک نه دی . د دغه  ډول تصور په ځواب کې   مې ورته وويل چې  دا رنګه  انتقاد د پوهيدو وړ دی ، خو  دا هم بايد هېر نه کړو چې مونږ  يواځې  په غوښتنه ، دستور او يا فرمان سره دموکراسي  نه شو منځته راوستلای . زمونږ هېوادوالو او په خاصه توګه افغان  روڼ اندو  په خپل  هېواد کې د لومړي  ځل لپاره د دموکراسۍ څرک وليد . لکه څنګه چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي ، نو هماغسې د دموکراسۍ په ايله څرک سره هم  سملاسي  بشپړه دموکراسي منځته نه شي راتلای  . د دموکراسۍ په لور  بايد په زياتې حوصلې سره  ورو، ورو  پاخه  او اصولي ګامونه اوچت کاندو . مونږ بايد د تېر وخت په شان  دومره  بيړه ونه کړو چې خپلې نېکې او د زړه هيلې ته د سترګو په رپ کې ځانونه ورسوو .  دا ډول هوس عملی امکان نه لري . مونږ نه شو کولای  چې کتابي ليکنې سملاسي ټکي په ټکي عملي کړو . عيني نړۍ له کتابي او خيالي نړۍ څخه توپير لري .
په  ډېر تأسف سره بايد ووايم چې په هغه وخت کې  دغو وړانديزونو ته ان هغو کسانو هم  ژور پام  ونه کړ چې د افغان روڼ اندو د سمبالتيا لپاره يې زما څخه هم  زياتې  هلې ځلې کولې  .

د پېښو بهير ځای  پر ځای نه دريږي،په مختلفو وختونو کې  دمختلفو شرايطو په  منځته راتګ  سره د پېښو  شکلونه  او منځپانګې  بدلون مومي  . د منځته راغليو بدلونونو  په وړاندې  پخوانی او  زوړ چلند د ګټې پر ځای تاوان  رسوي  . په ۲۰۱۰  ميلادي کال  کې د هېواد  سياسي او ټولنيز حالات  د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ ميلادي کلونود سياسي او ټولنیزو حالاتو   په پرتله ډېر توپير لري   .  په هغو کلونو کې د دموکراسۍ د تمرين په پلمه په اسانو شرايطوسره  بېشمېره ګوندونه جوړ  او بيا په رسمي توګه راجستر شول  . په هر ګوند کې د پخوانيو ګروپي اړيکو له مخې  د همګټو کسانوهغه  مشرۍ پخې  شوې  چې دغه کوچنوټي ګوندونه  يې د خپلو سياسي ، شخصي او ګروپي  ګټو د لاسته راوړلو لپاره  راجستر کړي  وو  . هغوی  داسې ګوندونه  غوښتل  چې د خپلو کړو وړو په لړ کې  يې  د دوی  ځانګړي ګټې خوندي کړي وای  . دوی  همېشه  هڅه کوله  چې  يواځې  د تشو ، احساساتي ، خيالي  او غير عملي  شعارونو  په وړاندې کولو سره  د خپلو ګوندونو   ساده  ، صادقې  او زرباوري  ليکې  په ځان پسې بوزي  .
د دغو  ګوندونو خورا  اسان  راجستر د هغوی  مشران  تشويق  او پر خپلو ځانونو   دومره  غُره (مغرور)کړل چې ان  د خپلو ليکو سلاوو ته يې  هم غوږونه  نه نيول   .  واقعيت  دادی چې ددې ګوندونو رښتينو ليکو د زړه له کومې غوښتل چې د نورو همنظره ګوندونو د ليکو سره  په اصولي توګه يوځای شي ،خو دګوندونو  مشرانو يې د  رنګارنګ پلمو  په جوړولو  سره تر اوس  پورې د دې کار مخه    ډب کړي ده  .

اوس د سياسي ګوندونو د راجستر شرايط بدل شوي دي . کوچني ګوندونه د دې توان نه لري چې د خپلو ليکو لپاره لس زره کسان  ومومي . د پوهنمل نوزادي  د ليکنې سره سم يا به سره يوځای کيږي او يا به ورک کيږي  . ورک کول خو د هېچا هم نه خوښيږي ، مجبور دي چې سره  يو ځای شي . خو د چا سره او څنګه ؟
طبيعي خبره ده چې هر څوک به د هغه چا سره  يوځای کيږي چې يو وخت يې ګډې موخې سره  درلودې  او تر اوسه هم د هغوموخو د لاسته  راوړلو  ادعاوې  لري  . خود  مورنيو ګوندونوله منځ څخه   د بېلا بېلو ګوندونو راوتنه   له ورايه څرګندوي چې هغوی په خپل پخواني  ګډ ژوند کې  د يو او بل  پر وړاندې  د هر  ډول مشروع او نامشروع چلند څخه  ګټه اخيستي وه . که چېرې اوس  هغوی  د  ورک کيدو له وېرې   د يو او بل سره   دبيړنيو  يوځای کيدو په پلمه   سم او   دقيق  تشکيلاتي اصول په  نظر کې ونه نيسي، کلک باور لرم چې  د سياسي مبارزې پرځای به يې  د پخوا په څېر  دبېځايه  ستونزو  سره  د ناوړه  مبارزې ناخوالې   په برخه وي  .

زه پوهېږم چې سپينې خبرې ترخې وي او د ډېرو کسانو نه خوښيږی  . خو زما په اند د هېواد  د رښتيني سياسي غورځنګ د ايجاد په پيل کې  ترخې  خو سپينې خبرې د ماستماليو په نسبت  ډېرې ګټورې دي  . نو ځکه   په واحد ملي سياسي غورځنګ کې د همفکرو   روڼ اندو، مترقي او هېوادپالو  ګوندونو دارګانيک  يوځای کيدو لپاره  يو ځل بيا اړينه  ګڼم  چې  که چېرې هغوی  ته  زما مخکيني وړانديزونه  د منلو وړ وي ، نو د خپلې  سمبالتيا په ډګر کې  دې  لاندې اساسي ټکو ته   په سمه  توګه  پام  و کړي  :
الف  – تر هرڅه دمخه  ضرور ده چې  د دې ګوندونو د مشرتابه هيئتونه   له خپلو اوسنيو دندو او مسئوليتونو  څخه په خپله خوښه لاس په سر شي ؛
ب  -    د هر ګوند د  ليکو له منځ  څخه  دې  د پوهې، صداقت او اصوليت له مخې يويو يا درې  درې  اويا پنځه پنځه کسه د راتلونکي سياسي غورځنګ د مشرتابه لپاره     په دموکراتيک ډول  غوره شي ؛
ج  -  د بې پلوه کسانو له منځ څخه  دې هم  دټولو  ګوندونو  د غوره شويو کسانو د شمېر په اندازه  استازي  د غورځنګ مشرتابه  ته  په دموکراتيک  ډول  انتخاب  شي؛
د  -  د سياسي غورځنګ لپاره دې  داسې نوم غوره شي چې د هغه  د تګلارې ، کړنلارې  اوورځنيو کړو وړو  سره بشپړ سمون ولري
ه  -  د غورځنګ  د مشرتابه اجرائيه  هيئت  دې يواځې او يواځې  د بې پلوه کسانو له استازو څخه جوړ شي  او د غورځنګ رئيس  دې  هم  بې پلوه سړی  وټاکل شي ؛
و  -   د غورځنګ  د مشرتابه  په ترکيب باندې  دې  د هغوی   د پوهې ، صداقت  او  جدي  اصوليت  له مخې په پرله پسې توګه غور کيږي؛
ز  -  د غورځنګ  ښکتني  سازمانونه دې  هم د پورتني اصل  له مخې  سمبال  شي   ؛
ح  -  کله چې دغه ډول تشکيلاتي بهير په بريالۍ توګه  بشپړ  شي ، اړونده ګوندونه  دې  په هغه کې  په رسمي  ډول  خپل   ځانونه  منحل   کړي  .
څرګنده ده  چې  د رښتيني سياسي غورځنګ  د تأسيس  په  پورتنۍ  لاره   کې ډېرې  ستونزې او خنډونه شته  ، خو مهم  کارونه  همېشه د ستونزو او خنډونو  سره مل  وي  . که چېرې څوک له ستونزو او خنډونو څخه  ډاريږي، نو بيا ښه ده  چې له لومړي سر  څخه  دداسې کارونوپه سرته رسولو باندې  لاس پورې نه کړي   .  د خلکو رښتينی خذمتګاران  او د خپل  هېواد ملي ګټو ته ژمن کسان  بايد  خپلې شخصي،عقيدوي  او ملي ګټې  په داسې سياسي  سازمان کې ولټوي چې په څرګنده توګه  د  هېواد  د روښانه  راتلونکي   زيری  د ځان سره راوړای شي   .

په هغه صورت  کې چې   د نوموړو کوچنيو سياسي ګوندونو لپاره پورتني تشکيلاتي اصول د منلو وړ نه وي ، زما په اند به  ښه وي چې د بيړنيو يو ځای کيدو پرځای د عدليې وزارت  د ګوندونو د نوي قانون  له مخې منحل او په  دغه اوسني مکروبي شکل  کې د هېواد له سياسي ډګر څخه بيخي  ورک شي . يواځې په دغه  صورت کې  به  د دوی  بې واکه ليکو ته  دا موکه  په لاس  ورشي چې د پراخ سياسي غورځنګ  د جوړ ولو لپاره  د بې پلوه  روڼ اندو سره  په ګډه  ګټورې   هلې ځلې  پيل کړي .

په هېواد کې د پراخ ، پياوړي او ځواکمن  سياسي ځواک  دجوړولو  په هيله  !

دکتور محمد علي هوما