د موجوده افغان دولت پرون او سبا

مختار يوسفزى (د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شمالي پښتونخوا صوبايي صدر)

په شلم  اګست 2009 کال د افغانستان د جمهوري رياست صدارتي انتخابات وشول. دا د افغانستان په تاريخ کې د افغان اولس د دويمې دورې لپاره انتخابات وو. دا انتخابات په داسې حالاتو کې وشول، چې په ټوله دنيا کې دهشت ګردي خپلې انتها ته رسېدلې ده. ټول جهان د دهشت ګردۍ په لمبو کې سوځي او افغانستان ددغه لمبو هغه تنور اوسېدلى دى، چې افغان دښمن قوتونه ورته د تېر دېرش کالو نه پرله پسې افغان مېړني اولس د لرګو او تېلو په حيثيت استعمال کړى دى.

 

د انتخاباتو په دوران کې هم افغان اولس د دښمن د مرګونو او دهړکو سره مخامخ و، جهاني دهشت ګردو د دې انتخاباتو د ناکامه کولو لپاره په افغان اولس پرله پسې ګواښونه کول او وېرول يې، خو افغان اولس د دښمن د دهمکو دهماکو او دهړکو هېڅ پروا ونه کړله او د الېکشن په ورځ په ميليونونو خلک په خپله وطني مينه مست او په افغاني غرور سنبال پولنګ سټېشنونو ته داسې روانشول، لکه اختر او يا يو بلې مېلې ته چې خلک روان وي، په خپل همت او جرائت يې دا ثابته کړله، چې:

 

ننګيالي چې يو ځل مخ کړي په کوم لوري
بيا دا نه ګوري کوهى دى که ګړنګ دى
لا تراوسه يې مازغه په قلار نه دى
چا چې ما سره وهلى سر په څنګ دى.

 

غېرتي افغان اولس په ډېر لوى اکثريت سره په انتخاباتو کې په شرکت دنيا ته ښکاره کړله، چې افغانان د دهشت ګردو په دهمکو نه وېرېږي. د خپل وطن د آزادۍ، ترقۍ او جمهوريت لپاره دوى هر قسم قربانۍ ته تيار دي. افغانان که د جنګ د ميدان اتلان دي، نو د سولې د ميدان قهرمانان هم دي.

 

خوشال بابا پخوا دا ويلي وو، چې:

 

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

 

زه پــــه دې افتادګۍ کـــې لــوى ګړنګ يم

 

د غيور افغان ملت د وطنپالنې ملي سياسي شعور او په خپل وطن کې د قانون د حکمرانۍ د جوړولو ددې جذبې او قربانۍ که هر څومره تحسين وشي، کم دى:

 

د انتخاباتو ترسره کېدو نه پس د ځينو حلقو له خوا دا هڅه وشوه، چې دا عمل مشکوک کړي او په انتخاباتو کې يې د ټګۍ الزامونه ولګول. که څه هم د انتخاباتو نه وړاندې لا دلمر په شان روښانه وه، چې دا انتخابات به څوک ګټي؟ په انتخاباتو کې د برخه اخيستونکيو ډلو او اميدوارانو په صلاحيتونو افغانان ښه پوهېدل.

 

د انتخابي عمل نتيجې تر اوږدې مودې پورې وځنډول شوې، د نړېوالو تر څارنې لاندې څو ځله وشمارل شول، مګر بيا هم د افغانه صدر محترم حامد کرزي اخيستلي ووټونه د خپل نږدې سيال نه دوه چنده زيات وو او بالاخره نتيجه اعلان هم شوه.

 

په نولسم نومبر محترم حامدي کرزي د ټولې دنيا د استازو په وړاندې په دويم ځل د خپل منصب سوګند پورته کړو. ښاغلى حامد کرزى په لومړي ځل په دسمبر 2001  کال کې د افغان بون کانفرنس له خوا د افغانستان د عارضي حکومت مشر ټاکل شوى و، چې بيا په کال 2003 کې د ړومبي افغان صداراتي انتخاباتو په نتيجه کې د افغانستان لومړى منتخب جمهور رييس شو.

 

د 5 دسمبر کال 2001 نه بيا تر نومبر 2009 اته کاله تېر شول، موږ دلته ددې اتو کالو سفر په دوران کې د افغانانو او نړېوالو پام هغه کاميابو ته رااړوو، چې کومې افغان ملت ترلاسه کړي دي او هغه مشکلات هم  بيانوو، کوم چې په دې لارې کې پېښ وو. دا په دې خيال، چې د افغانستان دښمنان، ځينې خودغرضه حلقې په يو مخ دغه لاس ته راوړنې ردوي، منفي تبليغات کوي او په خپله ملي دولت د افغانانو د بې باوره کولو کوشش کوي او مايوسي خوروي، او په نتيجه کې اوبه خړوي او ماهيان نيسي.

 

لکه څنګه چې معلومه ده، افغانستان دېرشو کالو نه د سيمې او نړۍ د بدترين جنګ مرکز جوړ شوى دى. په دې جنګ کې د عالمي او سيمه ييزو قوتونو خپلې خپلې موخې دي، خو د افغانستان ځينې ګاونډيان او په خاصه توګه د پنجاب او عرب استعماري قوتونه په هېڅ صورت افغانستان په قلاره نه پرېږدي. دوى په يوه يا بله بهانه غواړي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول ادارې جوړې نشي.

 

تر 2001 پورې د افغانستان ټولې ادارې يعنې ملي پوځ، ملي پوليس، ملي امنيت، د ملکي خدماتو مختلفې ادارې، صحت، تعليم، سړکونه، ټيليفون او بجلي په مکمله توګه  تباه شوي وو. صنعت، زراعت، تجارت يعنې د معاشي ټولې ذريعې يې برباد شوې وې او په ټوله دنيا کې څوک هم په افغانستان کې سرمايه کارۍ ته حاضر نه وو. د پاکستان، عرب اماراتو او سعودي عرب نه علاوه د ټولې نړۍ سره يې سفارتي تعلق ختم شوى وو او پاس ذکر شوو ملکونو تعلق هم په افغانستان کې د قبضه ګر نه علاوه نور څه نه وو.

 

د افغانستان استقلال له منځه تلى و، دولت په امارت بدل شوى و، ملي بېرغ او ملي سرود يې هم ختم شوى و، د افغانستان ملي يووالى له خطر سره مخ و او په سمتونو کې وېشل شوى و. سربېره پر دې افغان ملت يې د فرقه پرستۍ، قومي او ستمي تعصباتو تنظيمي او ګروهي دښمنو سره مخامخ کړى و.

 

خارجيانو افغانان په خپل وطن کې يرغمال کړي وو، ټول بشري حقوق تر پښو لاندې شوي وو، چاته د ګيلې کولو حق نه و. د احتجاج حق خو لويه خبره ده. د چا په خپلو جامو، ږيره او عبادت کې هم واک نه وو پاتې. اته کاله وړاندې د چا په ګومان کې هم دا نه وه، چې افغانان به په دې مشکلاتو قابو راولي، بلکې دا هم ناشونې وه چې په کلونو کلونو له يو بل سره جنګېدلي خلک به له يو بل سره يوځاې کېني او د ټوپک په ځاى به په دليل خپلې فيصلې وکړي.

 

په دسمبر 2001 کال چې کله افغانانو په بون کانفرنس کې کوم پلان جوړ کړو، نو د هغه وخت پاکستاني او ځينې نورو حلقو دا تبليغات کول، چې دا پلان عملي کول امکان نه لري، مګر دنيا د سر په سترګو وليدل، چې دغه ناممکنات افغان اولس مرحله په مرحله شوني کړل.

 

د شپږ مياشتني موقتي حکومت تشکيل د اضطراري لويې جرګې په ذريعه عبوري حکومت جوړول، د اتلس مياشتو په موده کې د عمومي لويې جرګې راغوښتل او د لويې جرګې له خوا د افغانستان آيين جوړول او منظوري او د آيين جوړېدو سره سم د رياست جمهوري انتخابات او بيا په کاميابۍ سره پارلماني انتخابات سرته رسول، هغه اقدامات وو، چې د افغان دولت بنسټونه يې مضبوط کېښودل او په افغانستان کې يې يو قانوني او په آيين ولاړ دولت تشکيل کړو.

 

نوي افغان دولت د خپل جوړېدو د اولې ورځې نه د افغانستان ډېرې لويې او بنيادي ستونځې په برياليتوب سره حل کړې، چې په هغو کې ځينې دا دي:

 

1_ نوي افغان دولت وېشلى او پاشلى افغانستان بيا سره يو موټى کړو او د افغانستان ټول قومونه يې د يوه چتر لاندې راغونډ کړل.

 

2_ د ملي تفاهم او ورورولۍ په روحيه يې سرزوره قوماندانان دې ته وهڅول، چې د خپلو ذاتي، تنظيمي او علاقايي ګټو پر ځاى ملي ګټې په نظر کې وساتي، د زورواکۍ په ځاى اولس واکۍ ته غاړه کېږدي. خپله محدوده واکمني ختمه او ملي حکومت جوړ کړي.

 

3_ د اوږدې جګړې په دوران کې چې د وسلو کوم انبارونه په افغانستان کې خواره شوي وو، هغه راغونډول هم څه اسان کار نه و. افغان حکومت د نړېوالو په ملګرتيا دغه ګران کار هم په برياليتوب سرته ورسولو.

 

4_ د افغانستان اقتصادي عواېد بالخصوص محصولات، چې مخکې علاقايي جنګ ساراانو اخيستل، مرکزي دولت د مرکزي اقتصادي بوديجې برخه کړل.

 

5_ د قانوني حکومت جوړېدو سره افغانستان د ګوشه نشينۍ له حالت څخه راووت، له ټولې نړۍ سره يې سفارتي تعلقات جوړ شول، د يو سيال سرلوړي او مستقل هېواد په حيثيت د نړېوالې ورورولۍ برخه شو.

 

6_ د ملي دولت له تشکيل سره د خپل ملي سرود او ملي بېرغ لرونکى دولت شو.

 

7_ افغان ملي پوځ، ملي پوليس او ملي امنيت ادارې جوړې شوې او د افغانستان په امنيت او حاکميت ساتلو کې خپله فعاله دنده ترسره کوي.

 

8_ د افغانستان تعليمي ادارې چې يا خو نړول شوې وې او يا د دهشت ګردۍ په مدرسو بدلې شوې وې، بيا فعال شوې او نن په مليونونو افغان بچي سکولونو، کالجونو او يونيورسټيو کې مفت تعليم حاصلوي.

 

د خلکو د ميډيکل خدماتو په لړ کې د پام وړ کار وشو، لوى هسپتالونه او مقامي صحي ادارې فعالې شوې او خلک پکې خپل علاج کوي.

 

10_ د افغانستان د ټليفون خپل کوډ او ليکه ختمه شوې وه، کابل، کندهار، جلال آباد، هرات او مزار شريف د کوېټې، پېښور او لاهور په کوډ ميلاوېدو، نوي افغان دولت د ټيلي کميونېکشن افغاني ليکه جوړه او فعاله کړله.

 

11_ د افغانستان د بجلۍ په خپلو زړو منصوبو د بيا فعاليت لپاره هم کار وشو او د بهر نه هم په ارزانه بيه بجلي افغانستان ته راوستل شوه، چې نن د افغانستان لوى ښارونه او کلي پرې رڼا دي.

 

12_ افغان اريانا اېر لاين او نور هوايي شرکتونو د افغانستان د هوايي اډو نه بهر ته خپلو پروازونه بيا شروع کړل او د افغانانو د سفر ستونځې يې کمې کړې.

 

13_ په زرګونو ميله لوى سړکونه پاخه شول، فاصلې کمې شوې او افغانستان له يو بل سره وتړل شو.

 

14_ له بهرنۍ نړۍ سره تجارتي معاهدې وشوې، افغاني مالونو ته مارکېټ پيدا شو، زړې صنعتي کارخانې مرمت شوې، په کار يې شروع وکړو چې د افغانستان اقصتاد ورسره هم پرمخ تګ کړو. افغاني سرمايه کارو خپله سرمايه افغانستان ته راوړل شروع کړل او نړېوال هم په افغانستان کې سرمايه کارۍ ته وهڅېدل. د افغانستان د اقتصادي ترقۍ شرح 15 % ته ورسېده.

 

15 _ په روانو کارونو کې افغانانو ته کار پيدا شو او بې روزګاري کمه شوه.

 

16 _ تقريباً 40 لکه افغانان، چې په پردو ملکونو کې کډوال وو، خپل وطن ته واپس راغلل او دا لړۍ لا روانه ده.

 

17 _ د ترهګرۍ اصل عاملين يې د کاميابۍ ډيپلوماسۍ له لارې نړېوالو ته په ګوته کړل او دا يې ثابته کړله، چې د ترهګرو مرکزونه د افغان خاورې نه بهر د نړۍ په نورو ملکونو کې دي.

 

18_ د خپلو بې حسابه مشکلاتو باوجود افغان دولت آزاده خارجه پاليسي خپله کړله او د مختلفو رقيبو قوتونو د رقابت باوجود افغانستان خارجي سياسي تعلق د بل چا د مفاداتو تابع نه کړو او ددغه قوتونو سره په تعلق کې يې انډول وساته. له امريکې، ايران، هند او پاکستان سره تعلق د مثال په ډول يادولاى شو.

 

که په منصفانه توګه پاس ذکر شوي اهدافو ته پام وکړو، نو دا د افغانانو په تاريخ کې په هېڅ قيمت د هغه کارنامو نه م نه دي، کوم چې په 1707 کال کې ميرويس بابا او بيا په 1747 کې احمد شاه بابا په لاس افغانانو ترلاسه کړي وو. د يوويشتمې پېړۍ د ړومبۍ لسيزې د افغانستان مشکلات د تېرو وختونو په نسبت ډېر زيات وو. دغه وجه وه، چې د خارجي دښمنانو د متعصبې ميډيا د ناروا تبليغاتو په افغان اولس هېڅ اثر ونشو او افغانان د خپل پوخ ملي، سياسي، شعور مظاهره په تېرو انتخاباتو کې وکړه.

 

نوي حکومت ته پراته کارونه:

 

د يادو شويو کاميابيو باوجود افغان ملت اوس هم لا په نيمه لار کې دى او منزل ته د رسېدو لپاره ورته ځينې مهم کارونه سرته رسول پکار دي.

 

1_ تر ټولو اهمه او لومړۍ مسئله يې اوس هم د دهشتګردۍ خاتمه او د امنيت راوستل دي. په دې لړ کې تر ټولو زياته ذمه واري د نړېوالې ورورولۍ په غاړه ده او هغه دا، چې په افغانستان کې د بدامنۍ لوى سبب د پاکستان د خاورې نه مسلح مداخلت دى.

 

پاکستاني حکمرانانو اوس هم خپله افغان پاليسي نه ده بدله کړې او په ډېره سپين سترګۍ خپل مداخلت ته جواز وړاندې کوي. د پاکستان پاليسي سازه حلقې په ښکاره وايي، چې ترڅو د ناټو او امريکې ځواکونه په افغانستان کې وي، تر هغه به جنګ روان وي او ترهګري به وي. دوى دا هم وايي، چې په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان په حقه دي او د آزادۍ جنګ کوي او په پاکستاني کې دهشتګردي کوونکي طالبان په ناحقه لګيا دي او اسلامي ممللکت ته مشکلات پيدا کوي. حالانکه افغان او پاکستاني طالبان د يو مستري له خوا په يوه قالب کې جوړ شوي لوښي دي. دلته دا سوال پيدا کېږي، چې افغانستان خو شپږ ګاونډيان لري، ايران، تاجکستان، ازبکستان، چين او ترکمنستان، ولې دا مطالبه نه کوي او ولې ددغه ملکونو خلک په افغانستان کې د خارجي ملکونو د پوځي موجودګۍ په خلاف ردعمل نه کوي؟ يواځې پاکستان ولې په دې تکليف اخته دى؟.

 

بله دا چې افغانستان ته خو دناټو او نورو متحدينو پوځونه د اقوام متحده د سلامتي کونسل د فيصلې لاندې راغلي دي او د افغانستان نه علاوه د امن پوځ خو پخوانۍ يوګوسلاويا او افريقې ته هم تلى دى او په سعودي عربستان او کوېت، جنوبي کوريا کې هم دېره دي، د پاکستان پوځ په افريقه او بوسنيا کې په دغه پوځونو کې شامل هم و، د پاکستان هېڅ يو پاليسي ساز او نه يوې مذهبي ډلې ددغه عمل مخالفت تراوسه نه دى کړى، خو په افغانستان کې د اقوام متحده په فيصله سترګې پټوي، دې ته د امريکې په افغانستان قبضه وايي او په دې طريقه خلک ګمراه کوي.

 

نړېوالې ورورولۍ او افغان دولت ته به د پاکتساني حلقو دا رويه په نظر کې نيول وي او په افغانستان کې به د دوى د مداخلت د بندولو لپاره کوټلي اقدامات کول وي.

 

له دې سره سره د افغانستان خپل پوځ، پوليس او امنيتي قوتونو د تعداد او استعداد له پلوه مضبوطول او روزل وي. د افغان مسلح قواوو جنګي توان به سيوا کول ضروري وي. په دې لړ کې د افغان پوځ او پوليس کې نوره بهرتي کول، هغوى ته د خارجي تجاوز او دهشتګردۍ د مخنيوي تربيت او ورسره د نوې زمانې جنګي ساز و سامان ورکول وي.

 

د پوځي عملياتو سره اولسونه د ترهګرو او تجاوزګرو په خلاف راپاڅول او متحد کول وي او په دې لړ کې به د نوي افغان حکمرانانو او سياسي ګوندونو په شريکه ذمه واري جوړېږي، چې د وطن په هره علاقه او تپه وګرځي، جرګې اوجلسې وکړي، خلک د وطن په دفاع کې داسې مستۍ کړي، چې اولسونه او پوځ په شريکه د دښمن په خلاف وجنګېږي.

 

2_ د پياوړي افغان پوځ، پوليس او امنيت د نظام جوړولو سره سره د اقتصادي ترقۍ مسئله د افغانستان د برياليتوب لپاره لازمي شرط دى. افغانان به يو طرفته توره په لاس د وطن له دښمنانو سره جنګېږي، د وطن د آزادۍ او استقلال دښمنان به سرکوب کوي او په بل لاس به د وطن د آبادۍ لپاره اقدامات کوي.

 

په دې لار کې به افغان زراعت ته خصوصي پاملرنه کول وي. افغانستان بې حسابه اوبه لري، البته دغه اوبه لا تراوسه د افغانانو په استعمال کې نه دي. د افغانستان په ميليونونو اېکړ ځمکه شړه پرته ده، که چېرته دغه اوبه د نهرونو او ډيمونو پهذريعه قابل استعمال شي، نو افغان معيشت به ډېر وړاندې لاړ شي. بې ځمکې خلک به د ځمکې خاوندان شي، غله دانه به پوره شي او د کارخانو لپاره به زرعي عواېد پيدا شي.

 

د زراعت نه علاوه افغانستان بې حسابه قدرتي خزانې لري، چې دا د افغان صنعت لپاره د وسپنې، تانبې، فولادو، سنګ مرمرو د صنعتونو لپاره پرېمانه خام مال ورکولى شي.

 

د صنعتي ترقۍ لپاره په افغانستان کې د انرجۍ حاصلولو او پيدا کولو ډېرې لويې موقعې دي. په دې کې تر ټولو ارزانه ذريعه په اوبو بجلي پيدا کول دي، چې د افغانستان په سيندونو د بندونو تړلو سره به د بجلۍ او زراعت دواړو ګټې واخيستلى شي.

 

په افغانستان کې د ګيس او تيلو ذخيرې هم ډېرې بې حسابه دي، دا به راوېستل او پکارول غواړي.

 

د افغانستان د ملي عواېدو يعنې مېوو، د څرمنو مصنوعات، نړېوالو بازارونو ته رسول هم د افغانستان په معاشي ستونځو حل کولو کې مهم نقش لوبولى شي.

 

3_ که څه هم د افغانستان د سړکونو، سکولونو، هسپتالونو د بيا جوړولو عمل تر يوه حده پورې شوى دى، خو دا عمل به نور هم پراخول غواړي، کلو بانډو او لرو پرتو خلکو ته به د تعليم، صحت او روزګار سهولتونه ورکول غواړي او هلته به هم پخې لارې جوړول او بحلي رسول د نوي افغان دولت لپاره ضروري وي.

 

4_ د اداري فساد مسئله هم د افغانستان د نوي حکومت لپاره لويه ستونځه ده. په تېره بيا نړېواله ورورولي دې مسئلې ته ډېر اهميت ورکوي.

 

دلته دا د يادولو وړ ده، چې افغانستان په سياسي، معاشي، کلتوري توګه تباه شوى ملک دى او ټولې زړې ادارې يې له منځه تللي دي. هغه به له نوي سره جوړول وي. حامد کرزى د يو داسې افغانستان حکمران شو، چې هغه کنډوالې دى او اوسېدونکي يې د يو بل په خلاف 22 کاله جنګېدلي وو. ملي اقتصاد يې هېڅ نه و پاتې، لهذا دنيا ته دا مشکلات په پام کې نيول غواړي.

 

رشوت خوري يا اداري فساد  د افغانستان نه علاوه د هغه ملکونو هم مسئله ده، چې زړې پخې ادارې لري، خپل اقتصادي عواېد لري او هېڅ جنګ يې نه وي ليدلى. په افغانستان کې به د اداري فساد د خاتمې لپاره نړېوالو ته مهم اقدامات کول وي، چې په هغه کې ځينې دا دي:

 

په افغان دولت مکمل اعتماد کول او هغه مضبوطول، په دې لار کې به نړېوال امدادونه د غېر دولتي مؤسسو پر ځاى افغان دولت ته ورکول غواړي. تراوسه پورې د فساد لويه سرچينه همدغه  N.G.Os دي. خارجي دنيا د افغانستان د بيا آبادۍ لپاره 80 % امداد د N.G.Os په ذريعه او 20% د دولت په ذريعه کړى دى، نو دې مسئلې ته به په انصاف کتل غواړي.

 

د خارجي امداد لويه برخه دولت ته ورکول د ادارو د تقويې يواځينۍ لاره ده.

 

د اداري فساد د مخنيوي لپاره د مسلکي مامورينو روزل او تربيت کول پکار دي، ځکه چې د اوږدو جنګونو په وجه د افغانستان ټولې ادارې ختمې شوي دي، زاړه افسران او مامورين يا خو د وطن نه بهر تلي دي، يا مړه دي يا اوس په ادارو کې نشته. لهذا د نومي سره چې ادارې جوړېږي، هغه تر هغه وخته پورې اداره نشي چلولى، ترڅو چې په خپل مسلک کې تربيت نشي.

 

د مامورينو له تربيت سره سره د هغوى معاش (تنخواه) لوړول غواړي، اوس معاشونه په عالمي څه چې د سيمه ييزو ملکونو د معيارونو نه هم ډېر کم دي. ښکاره خبره ده، چې د يو مامور تنخواه د هغه د کور جاېز ضروريات نه پوره کوي، نو هغه به د رشوت لار خپلوي.

 

د ادارې د مامورينو نه علاوه دې عام اولس ته هم د روزګار ذريعهې پيدا شي، ترڅو بېکاري ختمه شي.

 

په ټولو شعبو کې دې قانون حاکم شي، ادارې دې د قوانينو ماتحت شي، په خپلو حدودو کې خودمختاره او لوړو دولتي ادارو ته جوابده شي.

 

5_ د سياسي ګوندونو جوړښت او پراخوالى: د دولتي ادارو سره سره د افغانستان په بياجوړښت او فعاليت کې د سياسي ګوندونو جوړول او فعالول ضروري دي. افغان سياسي پارټيانې، چې په سلطنتي شاهي دوره کې راجوړې شوي، مګر ډېر زر د سياسي مبارزې پر ځاى په جنګونو اخته شوي، چې د هغه په وجه يې اولسي خصلت تکميل نشو، اوس دا وخت رارسېدلى دى، چې سياسي ګوندونه په سوله ييزه توګه مبارزه وکړي. د حکومت د سمو پاليسو حمايت وکړي او د غلطو نشان دهي وکړي. د افغانستان ټول خلک په ملي ايحجنډا متحد کړي، په خپله برنامه خلک راټول کړي او د اولس سياسي تربيت وکړي او د افغانستان په آېنده کې خپل مهم نقش ولوباوه .

مختار يوسفزى