د سولی مقام په اسلام کی

د اسلام په مبارک دین کی سوله د تل د لپاره ستایل شوی ده، او تل یی د سولی ملاتړ کړی دی، او سوله خوښونکی دی. د قران کریم کی راغلی : ( والصلح خیر ) سوره نساء ژباړه :سوله بهتره ده.  که څه هم ددی ایات  نزول  د ښځی او میړه تر منځ د سولی په باره کی دی خو د قران کریم الفاظ عام دی د دنیا ټولو معاملاتو ته شامل دی. اسلام هر وخت د اختلافاتو او جګړو ترمنځ د سولی غوښتونکی دی. په یوبل ځای قران شریف  کی راغلی دی 🙁 و ان طایفتان من المؤمین النقتتلو فآصلحوا بینهما ) سوره حجرات ژباړه:

که چیرته د دوه ډلو مسلمانانو نه جګړو نه وروسته  سوله وکی د دوترمنځ . نه یواځی سوله باید وشی  بلکی هغه څه معلوم شی چی له په څه وجهه دغه اختلافات منځته راغلی و، او دغه ټوله عوامل حل شی. مؤرخینو د حضرت حسن بن علی رضی الله عنهما واقعه د حضرت معاویه رضی الله عنه سره  ذکر کړی ده او مؤرخینو د سولی ته یوه غټه کارنامه بللی ده، او حضرت حسن رضی الله عنه سوله وکړه او دایی یوه  بهترینه بیلګه ده ځکه هغه سوله غوره کړه له دی وجهه څخه  چی د مسلمانانو وینی تویی نشی، سره ددی چی هغه په دغه وخت کی ۴۰۰۰۰ انسانی قوت درلوده بیا هم هغه سوله غوره کړه په خلافت او امارت باندی. د ټولونه اول  حضرت حسن  خپله خبره حضرت جعفر زوی  ته وکړه او ورته وی ویل چی زه اراده لرم او امید دادی چی تاسی به د هغی تاید کوی هغه دا چی  ورځ په ورځ په ملک کی فتنه او فساد زیاتیږی او وینی توییږی او صله رحمی ختمیږی ،له  دی کبله زه خلافت پریږ دم او د حضرت  معاویه سره سوله کوم.

نن سبا که مونږ اوګورو نو په افغانستان کی دغسی بد حالات روان دی په خاصه توګه د افغانستان طالبان او د افغانستان حکومت، نو باید د نورو هیوادونو مسلمانان د دو ترمنځ  روغه او جوړه وکړی او ترمنځ یی تفاهم راولی. یو بل ځای کی په قران کی  راغلی دی:( وان جنحوا للسلم فااجنح لها) ژباړه : که چیرته دو سولی ته غاړه کیښوده نو (یا پیغمبره ) ته هم سوله وکه.

همدارنګه پیغمبر پاک په احا دیثو کی ډیر روایتونه شته د بیلګی په توګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: (كل صلح جائز بين المسلمين  الا صلحا احل حراما او حرم حلالا , والمسلمون علي شروطهم الا شرطا حرم حلالا) رواه الحاكم عن الكثيرين

ژباړه: هره سوله رواه ده د مسلمانانو ترمنځ مګر هغه سوله چی حلال وی حرامو لره  او حرام وی حلالو لره، مسلمانانو لره په خپلو شرطونو باندی پاتی کیدل لازمی دی مګر هغه شرط چی حرام وی حلالو لره. د دی روایت د عموم د وجهه هره سوله جایزه ده د مسلمانانو سره خو په شرطونو سره .