Category Archives: پشتو

د موجوده افغان دولت پرون او سبا

مختار يوسفزى (د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شمالي پښتونخوا صوبايي صدر)

په شلم  اګست 2009 کال د افغانستان د جمهوري رياست صدارتي انتخابات وشول. دا د افغانستان په تاريخ کې د افغان اولس د دويمې دورې لپاره انتخابات وو. دا انتخابات په داسې حالاتو کې وشول

د سولی مقام په اسلام کی

د اسلام په مبارک دین کی سوله د تل د لپاره ستایل شوی ده، او تل یی د سولی ملاتړ کړی دی، او سوله خوښونکی دی. د قران کریم کی راغلی : ( والصلح خیر ) سوره نساء ژباړه :سوله بهتره ده.  که څه هم ددی ایات  نزول  د ښځی او میړه تر منځ د سولی په باره کی دی خو د قران کریم الفاظ عام دی د دنیا ټولو

د سولې د راوستو لپاره د لويي جرگې غوښتنه

د افغانستان د عالمانو شورا په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د نړېوالې ټولنې او جگړې د ښکيلو غاړو په گډون د يوې لويي جرگې د جوړېدوغوښتنه کړې ده .

د افغانستان د عالمانو شورا د سعودي عرب په باچا غږ کړى، چې د افغانستان د سولې په ټينگښت کې دې خپل رول ولوبوي

شنبه ٢١/٠٣/٢٠٠٩

د کب دېرشمه 1387

دعالمانو سراسري شورا، دافغانستان داسلامي جمهوریت، له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې دسعودي عربستان په پادشاه او دحرمین شریفین په خادم غږ وکړ چې په افغانستان کې دسولې

د افغانستان د شخړو یواځینی حل سوله ده

افغانستان د جغرافیې له نظره په داسې ځای کښې شتون لری چی د خورا زیات اهمیت له لورې د نړۍ دبام په نوم یادیږی ځکه خو له پخوا راهیسې بیلابیلو ښکیلاکونوڅوڅو واری پری یرغل کړی او ددې خاورې د تسخیرولو بشپړ ګامونه یې اوچت کړی هرچا خپلی هڅې کړی چی دې ملت ته د غلامۍ رسۍ ور په غاړه کړی اوپه دې توګه وکولای شی څو له یوې خوا د هند ګرمو اوبو ته چې د اقتصاد له نظره زښت ډیر اهمیت لری ځان ورسوی او له بلې خوا وکولای شی یواځی له هم دغه ځایه په ټوله نړۍ حکمرانی وکړی،

د افغانستان اوسنی سیاسی بحران-د حل لاره

د حـــــــق د لاری کلتوری مرکز او د افغان

ســــتــراتـــیـــژیکی څــیــړونــــو مرکــــــز

اکتوبر ۲۰۰۹

 

دوکتور صلاح الدین (سعیدی – سعید افغانی)

په انسانی ټولنو کې د سولی، سوکالی، هوساینی او پرمختیا لپاره د نظم او قانون شته والی او دهغه مراعاتول او د ضرورت په وخت کې د هغه د عملی کولو ځواک او قوت ته اړتیا او ضرورت دی. د قانون او قاعدی د اجبار او تحمیل وسیله هغه وخت آغیزمنه او په پوره ځواک او قوت عمل کولای شی چه دا قوانین او مقررات

څوک فارمي چرګوړي هم داسې نه نيسي، لکه آی ايس آی چې تاسو يو يو نيسي او پر امريکا مو پلوري

ملاصاحب!

له جهاده دې قربان شم، خو کاشکې چې ياران (استخباراتي اداره) دې درست خلک وای. ته خو له بارانه تښتېدې، خو د ناوې لاندې دې شپه شوه.
ملاصاحب!
هېڅوک له هېچا سره د خدای لپاره مرسته، دوستي او يارانه نه کوي او چې کوي يې

د جنرال حمیدګل پر څرګندونو لنډه تبصره

خواره دې شي مینځه چې د مینځې کالي وینځي

دپاکستان د استخباراتي جال ای ـ اس ـ ای پخوانی مشر او متقاعد جنرال حمیدګل په تېرو څو ورځو کې د لوی افغانستان او سیمې په اړوند ، ځیني څرګندونې کړي چې دلته له هغو څخه د نوموړي دوه شرموونکې او خندنۍ خبرې د بېلګې پتوګه رااخلم :